له محدودیت پرته لاسرسی: بې پولې انترنت

بې پایه او مستقلو خبرونو ته لاسرسی وموندئ؛ دا مهمه نه ده چې تاسو په کوم ځای کې ژوند کوئ.

تاسو ته مبارکي وایو! تاسو د آزاد او له فیلتر پرته انترنت مسیر موندلی دی. دویچه ویله، د آلمان نړیواله رسنۍ، معلوماتو ته د لاسرسي یو آسانه او مصون اپلیکیشن وړاندې کوي. دا اپلیکیشن آن ستاسو په سیمه کې د انترنت پاڼې د سانسور او بندیدو په صورت کې هم کار کوي.

لینک کاپي کړئ او د مسیج او یا هم ایمیل له طریقه یې خپلو دوستانو ته واستوئ. په هر اندازه چې ډیر کسان په دغو طریقو خبر وي، نو موږ کولی شو چې په هماغه اندازه معلوماتو ته لاسرسی حفظ کړو.

DW – Access

DW App

زموږ له کم انترنت سره کار ورکوونکې د اندراوید اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ. د «DW Access» اپلیکیشن په اتوماټ ډول له سانسور څخه تیریږي او ډیر انترنت نه مصرفوي. تاسو کولی شئ د دغه اپلیکیشن په مرسته آن په افلاین ډول د دویچه ویله مطالبو ته لاسرسی ولرئ. کاروونکي کولی شي د دویچه ویله مطالب په «PDF» فارمټ کې له نورو سره شریک کړي.

  • د «APK» فایل له بدیلو اپستورونو او یا هم په مستقیم ډول د دویچه و یله له انترنټ پاڼې یا dw.com څخه ډاونلوډ کړئ
  • ستاسو براوز کیدای شي په دې ترڅ کې یو امنیتي اخطار وښيي چې په مستقیمو ډاونلوډونو کې یوه نورماله موضوع ده. تاسو یې په اړه اندیښنه مه کوئ او فایل ډاونلوډ کړئ
  • که مو براوزر له تاسو د دې اجازه غوښته چې له یوې نامعلومې سرچینې اپلیکیشن ستاسو په موبایل کې نصب کړي، نو دا اجازه هم ورکړئ (ـوروسته بیا تاسو کولی شئ دغه اجازه بیرته واخلئ)
  • ډاونلوډ شوی فایل پرانیزئ او د اپلیکیشن د نصب مرحلې تعقیب کړئ
آپلیکیشن له دې ځایه ډاونلود کړئ

سایفون

DW App

له سانسور او فیلترینګ څخه د تیریدو یوه ساده لاره له سایفون څخه استفاده ده. دا لګښت نه لري او مصون دی. پرته له دې چې تاسو خپل معلومات ثبت کړئ dw-s@psiphon3.com بریښنالیک ته یو خالي بریښنالیک واستوئ. تر هغه وروسته بیا تاسو ته دغه فیلترماتوونکی د ډاونلود لینک استول کیږي.

تاسو همداراز کولی شي له دې ځایه هم سایفون ډاونلود کړئ:

Get Psiphon for Android
Get Psiphon for Windows

د تور (Tor) بروزر

DW App

له دې پروګرام سره په مصون ډول او له نوم لیکنې پرته له انترنت څخه استفاده وکړئ. دغه پروګرام پر ستاسو معلوماتو باندې رمزونه ږدي او له تاسو سره له سانسور څخه په تیریدو کې مرسته کوي. له دې پروګرام څخه په استفاده کولو سره ستاسو معلومات د پیژندلو وړ نه وي.

  • دغه پروګرام د torproject.org له انترنت پاڼې څخه ډانلودولی شئ. بله لاره دا ده چې تاسې gettor@torproject.org یو خالی بریښنالیک واستوي.
  • بیا نو د بروزر د تنظیماتو برخي ته ولاړ شئ او د «Bridges» په مینیو کې د «Use a bridge» برخه انتخاب کړی او تر هغه وروسته بیا «Request a new bridge» انتخاب کړئ.
  • دویچه ویله ته د (onion) لینک له طریقه لاسرسی وموندئ. یوازې دغه یو آر ایل ادرس کاپي کړئ او بیا یې په تور بروزر کې پیست کړئ.
د Tor ډاونلود

د میرور لینک

DW App

او یا هم د دې پر ځای له میرور لینک څخه کار واخلئ. دا په هر براوزر کې کار کوي او دویچه ویله ته ستاسو لاسرسی له جوړ شوي آدرس څخه شوني کوي.

د mirror link له طریقه دویچه ویله ته لاسرسي وموندئ.

How to share

د مهرباني له مخې دغه معلومات یوازې له هغو کسانو سره شریک کړئ چې تاسو یې پیژنئ او پرې باور لرئ.